1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

 | 07.01.2009 | 09:00 UTC

د پاکستان او افغانستان مشران نن چهار شنبه بيا سره ږغيږي

يوه پاکستاني دپلومات ويلي دي، چې د افغانستان او پاکستان مشران، وروسته له هغه چې د دواړو هېوادونو په گډو پولو کې يې د ترهگرو او تندلارو پر ضد د گډکار صلاح مشورې کړيدي، غواړي نن بيا سره وگوري.د پاکستان د سفارت وياند نعيم خان د فرانسپرس آژانس ته په ډاگه کړې، چې افغان مشر حامدکرزي او د پاکستان اولسمشر آصف علي زرداري په شريکه سره سباناری کړی او دوه په دوه سره غږېدلي دي. نوموړي دا هم زياته کړې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي به، مخکې له دې نه چې د دوی پلاوی د استانبول په لور روان شي، يو مطبوعاتي کانفرانس رابولي. د سه شنبې په ورځ کرزي او زرداري، د افغان مشر له قوله يوه د نوو اړيکو ژمنه سره وکوله او دايې پتيلې ده چې د نړيوالې ټولنې په مرسته سره به په شريکه د تندلارو پر ضد مبارزه کوي.

  

په افغانستان کې له امريکايانو سره بندي څلورو تنو فدرالي محکمه غوښتې ده

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په هډه کې د ترهگري تر شک لاندې بندي څلورو کسانو فدرالي محکمه غوښتې ده، تر څو د خپلو آزادولو په لاره کې له دې حق څخه گټه واخلي. دا حق مخکې هم د گوانتانامو بنديانو ته ورکړل شوی. نن چهارشنبه به په يوه غونډه په دې اړوند پرېکړه کوي، چې آيا په 2008 ميلادي کال کې د گوانتانامو په جېل کې پرتو د طالبانو او القاعدې تر شک لاندې کسانو ته ورکړل شوی حق، له امريکې څخه بهر نورو هېوادونو کې هم ورته بنديانو ته ورکړل شي او که نه. حکومت اصرار کوي، چې دا بنديان د د يوې نطامي محکمې لخوا محاکمه شي، مگر د دې څلورو تنو مدافع وکيلان به دا ټينگار وکوي، چې دا خق له امريکې څخه بيرون هم د دوی بنديانو ته ورکړل شي.



په آلمان او امريکا کي د موټرونو پلورنه له مشکل سره مخامخ ده

په نړيوال بازار کې د موټرونو د پلورنې بحران دوام لري. د فلنزبورگ په ښار کې د آلمان د موټرونو د راجستر اړوندې ادارې ويلي دي، چې د تېر دسمبر په مياشت کې 226000 نوي تېزرفتار موټر په آلمان کې راجستر شوي، چې دا اندازه د يو کال مخکې همدې مياشتې په پرتله %6,6 برخې کمه ده.هم هغه د نوومبر په مياشت کې د موټرپلورلو بازار %18 برخو ته رالوېدلی وو. د ټول2008 ميلادي کال د پاره د موټرونو په خرڅلاو کې %1,8 برخې کمښت راغلی. د لويديز او ختيز آلمان له يوځای کېدنې راهيسې، 2008 کال تر بل هر وخت نه د موټرونو د بازار ناوړه کال وو. په امريکه کې هنوز کم موټر پلورل شوي. هلته د 2008 کال اندازه %18 برخې کمه وه. د سمبر په مياشت کې بيا دا اندازه دوه چنده، %36 برخو ته راښکته شوه.

 

د امريکا نوی ټاکل شوی کانگرس په کار پيل کړی دئ

د نوومبر په مياشت کې ټاکل شوي د امريکې د متحده ايالتونو نوي کانگرس په کار پيل کړی دئ. د دوی په لومړۍ غونډه کې د استازو يا اولسي جرگې مشره دموکراته ميرمن نانسي پيلوسي بيا په خپله څوکۍ ومنل شوه. د امريکې په دې 111 کانگرس کې د راتلونکي مشر بارک اوباما دموکرات گوند تر پخوا نه زياتې څوکۍ لري. د جنورۍ له شلمې ورځې وروسته به، يعنې کله چې اوباما د چارو واگې په لاس کې اخلي، دموکراتان پس له 16 کالونو د شورا پر دواړو جرگو او هم سپينه ماڼۍ باندې کنترول تر لاسه کوي.

د روسيې او اوکراين تر منځ د ګاز لانجه اروپا ته په ګاز رسولو کي ستونزي رامنځ ته کوي

د روسيې او اوکراين تر منځ د غاز لانجه اورپا ته په غاز رسونه کې ستونځې رامنځ ته کړېدي.  له دې ستونځو څخه تر اوسه پورې زياتره د ختيزې او جنوبي اورپا هېوادونه زيانمن شوي. سلوواکيې، چا چې له روسيې څخه په سلو کې 70 کم غاز لاس ته وروړی، بيړنی حالت اعلان کړی. په صربستان، بلغاريه او هنگري کې هم ورته حالت دئ. همدا شان په ايټاليه، فرانسه او اطريش کې ستونځې ليدل کيږي. آلمان ته هم د لومړي ځل د پاره لږ د غاز په لېږدونه کې کمښت ليدل شوی. په برلين کې د آلمان د اقتصاد وزير ميخاييل گلوز، د روسي شرکت گازپروم له مرستيال مشر سره تر يوې کتنې وروسته وويل، چې تر اوسه پورې پوره غاز لري. له بله پلوه ويل کيږي، چې روسيه او اوکراين د خبرو اترو نوې روڼ ته سره چمتو دي.


د آلمان د بهرنيو چارو وزير غواړي د غزې په تراړو کې د اوربند ټينگولو کوښښ وکړي

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير د غزې په تراړو کې د اوربند منځ ته راتگ په اړوند د دې هېواد پر وړانديز باندې يو ځل بيا ټينگار کړی دئ. نوموړي د آلمان په يوې تلويزيون کې وويل، چې په دې منظور ښايي په جگړه کې له ښکېل اړخونو او هم د هغوی له عربي گاونډيانو سره خبرو ته دوام ورکړل شي.دې ته هم ښايي چې پاملرنه وشي، چې اوربند د حماس د بيا نظامي تجهيز سبب ونه گرزي. شتين ماير د اسرائيلو او فلسطنيانو د ځانگړو ځانگړو هېوادونو جوړېدنه تر اوسه پورې يو ليرې کار بللی دئ.

اسرائيل غواړي د اوربند پر وړانديز باندې غور وکوي

اسرائيل دې ته چمتو دي، چې د غزې په تراړو کې د اوربند په اړوند د مصر پر وړانديز باندې غور وکوي. په نيويارک کې د ملگرو ملتونو د امن د نړيوالې جرگې د ځانگړې غونډې په موقع د اسرائيلو استازې گبريله شالو وويل، د دې هېواد دې ابتکار ته سخته پاملرنه کوي.د مصر مشر حسن مبارک د يوې ټاکلې مدې د پاره د اوربند وړانديز کړی، تر څو د غزې خلکو ته خوراکي توکي او درمل ورسول شي. د هغه په دوام سره بايد اسرائيل او په غزه کې واکمن د حماس غورزنگ، يو پر بل باندې د يرغل نه کولو خبرو اترو ته دوام ورکړي.

حسن مبارک خپل وړانديز د فرانسې له مشر نيکولاس سرکوزي سره تر يوې کتنې وروسته په ډاگه کړی. د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون، پر دريو ښوونځيو او يوه روغتيايي مرکز باندې د اسرائيلو حمله، په کومه کې چې 50 تنه ووژل شول، غندلې ده.



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Europa Aktuell - Das Magazin aus Brüssel