| 01.12.2008 | 10:00 UTC
د بمبيي تر حملو وروسته امنيتي قواوي اوس په اصلي مسؤلينو پسي ګرزي
د بمبيي دتاج محل پر هوټل باندي دامنيتي قواوو تر يرغل او او نیولو دوې ورځي وروسته کارپوهانو په چاودیدونکو موادو پسي خپله لټونه پایته رسولې ده . دوی په هوټل کښي نور قربانيان پيدا نکړل . امنيتي قواوي اوس ددغو حملو په اصلي مسؤلينو پسي ګرزي . په غير رسمي ډول ويل کيږي ، چه يوازنی ترهګر پاکستانی چه ژوندی دی ، اقرار کړی دی . چه د بمبيي حمله په پاکستان کي د کشميري سازمان لشکر طيبه لخوا ترتيب سوې وه .
دوه وژل سوي کسان چه په اصل کي پاکستانيان وه ، برتانوي پاسپورټونه درلودل .
د هندوستان پر اضطراري کميټې باندي تر سختو انتقادونو وروسته په يکشنبه باندي د کورنيو چارو وزير شيوراج پاټيل او د ملي امنيت مشاور استعفأ ورکړې ده .
د امريکاد متحده ايالاتو حکومت يو وار بيا د هندوستان حکومت ته دمرستي وعده ورکړيده .په چارشنبه به د امريکا خارجه وزيره کوندوليزا رايس هندوستان ته ولاړه سي .










