| 01.12.2008 | 10:00 UTC
په پاکستان کي د يوه بريد په نتيجه کښي ډير انسانان مړه او زخميان دي
د پاکستان په شمال لويديز کي د پوځ پر يوې پوستې باندي د يوه ځان وژونکو بريدپه نتيجه کښي 9 کسه مړه او 50 نور ټپيان سوي دي . د بريد قربانيان اکثره ملکي خلګ دي .
د پوليسو د معلوماتو پر اساس بريدکونکي خپل په چاوديدونکو موادو سره بار موټر د صوات په دره د منګوړي په ښار کښي ددغي امنيتي پوستې څخه فقط څو متره ليري وچاودۍ .
د بله طرفه د پيښور په ښار کي یاغيانو د حمل ونقل پر يوه ترمينل باندي حمله کړيده، او ډيري هغه لارياني يې له منځه وړي دي ، چه په افغانستان کښي يې د ناټو قواوو ته سامان آلات او نور مالونه رسول .










