1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

آلمان او نړۍ | 01.12.2008

ميرکل په جرمني کي دمالياتو د ژر راکمولو سره مخالفت وکۍ

دجرمني مسيحي ديموکراټ ګوند نن په خپله ګوندي کنګره کي ددغه هيواد د صدراعظمي اودهمدغه ګوندد مشري انګيلا ميرکل څخه پوره ملاتړ وکۍ ،

او دا يې د پنځمي پلا دپاره ددغه ګوندد مشري په حيث وټاکل .

 

 ددې دمخه انګيلا ميرکل،مسيحي ديموکراټان يو والي ته راوبلل . ميرکل په شتوتګارت کي د1000کسوګوندي نماينده ګانو په مخ کي وويل چي مسيحي ديموکرات ،اومسيحي سوسيال ګوندونه د21 پيړۍ پر چلنجونو باندي  يوازي په ګډه سره بريالي کيداي سي .

 

دې په عين وخت کي دخپل حکومت دکارڅخه مثبت بیلانس ورکۍ . د کنګرې اصلي موضوع دمالياتو پر کمولو باندي راڅرخيدل . ميرکل تر پارلماني انتخاباتو دمخه  دمالياتو ډير راکمول رد کړل ،خو داقتصادي په شاتګ د دوام په صورت کي يې داقتصادي نوساناتو اوتمايلاتو دبيرته لوړولو دپاره دنورو اقداماتو دکولو وعده ورکړه .

 

دبلي خوا دبايرن ايالتي ورشکسته بانک غواړي ،چه په پيسو کي د سپما او تاوان راګرزولو په خاطر د خپلو کارکونکو تعداد ډير راکم کي ، او داوس 19000کارکونکو څخه 5600 کارکونکي رخصت کي ، چه اکثره به يې د خارج کارکونکي وي . په جرمني کښي به ددغه بانک  1000 تنه کرکونکي بيکاره سي .

 

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

In Focus - A Millionaire in Rubber Boots