1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

آلمان او نړۍ | 28.11.2008

د ممبۍ د پيښې په اړه د آلمان د حکومت غبرګون

هک پک حیرانیتاو خواشیني، قهر او غوسه: په آلمان کی حکومت او ټولو سیاسی ګوندونو له ژورو خواشینو او غندنو سره د هند په تجارتی مرکز بمبی کی

د خونړیو حملو په وړاندی غبرګون ښکاره کړ.د آلمان لومړی  وزیر انګلا مرکل د مرستی وړاندیز کړی دی او دغه وحشیانه حملی یی په کلکه وغندلی.  همدا راز د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتابین مایر هم خپل ژور خپګیان ښکاره کړ، او دغه حملی یی کرکجنی وګڼلی.

 

«دا ډیر ویرونکی انځورونه دی، انځورنه د مړو ، انځورونه د ترور په هکله چی مونږ ته رارسیدلی دی، ښکاره ده چی په دی شیبه کی زمونږ  فکر او زمونږ خواخوږی  د حملو له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو او د کورنیو غړو سره ده، مونږ هیله من یو چه  دغه تت  او نا څرګنده وضعیت ژر روښانه کړای شی.»

 

د رپوټونو له مخی لږ تر لږه یو آلمانی هم د حملو قربانی  شوی دی او یو شمیر نور ټپیان شوی دی، دا چی دهغوی  شمیر به څومره وی  ، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت  نه شی کولای چی سمدلاسه معلومات ورکړی، ځکه وضعت هلته لا تراوسه خړ پړ پاتی دی. خو اټکل کیدای  شی چی یو شمیر نور آلمانان هم د قربانیانو په جمله کی وی.

 

د آلمان د دفاع وزیر فرانس یوزف یونګ ویلی دی چی د بمبی حملی د  واقعیت ښکاروندی دی چی د تروریزم سره په هغه ځای کی باید مقابله وشی چیرته چی سر راپورته کوی.

 

«په هند کی د حملو وضعیت د تروریزم یو ډیر کرکجن ډول او څرنګوالی ښکاره کوی ، نو په دی وجه مهمه ده چی مونږ دلته او په نړیواله کچه خپله ونډه ولرو ، څرنګه چی د داسی حملو په وړاندی په اغیزمنه توګه عمل وکړو ترڅو زمونږ د خلکو امنیت خوندی  وساتل شی.»

 

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت په مقر برلین او په بمبی کی د آلمان په قونسلګری کی د کړکیچ د څارنی کمیسیون ټاکل شوی دی. د آلمان د روانی چارو یو تیم هند ته واستول شو. د دغه تیم کارپوهان به د حملو د قربانیانو او د هغو له خپلوانو پالنه وکړی.

 

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت مشوره نه ورکوی چی په اوسنیو شرایطو کی دی   بمبی سفر وشی.  هغه مسافرین  چی  د هند په نوموړی  تجارتی ښار کی اقامت لری باید په خپلو کورونو او کوټو کی  پاتی شی تر څو د سیمی چارواکی د امنیتی وضعیت په هکله ډاډ ورکړی.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Journal (deutsch) - Mit Tagesthema