1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

ځانگړي مطالب | 07.10.2008

کابل: د ممتاز شربتو فابريکه په کار پيل وکړ

د کابل د جمعه محمد محمدي په صنعتي پارک کې د نهه سوه زرو ډالروپه پانګې د جوس يا شربتو د جوړولو لويه فابريکه په کار پيل کړيده.

 په دغه فابريکه کې د جوس د جوړيدو ترڅنګ چې د ورځې تر 150 کارتنو رسيږي، د ورځې زر کارتنه سنک هم توليديږي.

 

په نوموړې فابريکه کې د غوښې او برګر لپاره هم يوه څانګه په پام کې نيول شويده. د فابريکې د ريس په وينا د جوسو د توليداتو کيفيت ډير لوړ او له همدې وجې ځينې ګاونډيو هيوادونو ته هم صادريږي.
د ممتاز د صنعتي فابريکې ريس ښاغلى ذبيح الله هلالي د نوموړي فابريکې د توليداتو په هکله وايې چې: مونږ اوس د غوښې د پروسس په برخه کې فعاليت نه لرو، خو ماشينونه مو وارد کړي. د شربتو د توليداتو په برخه کې فعاليت کوو او زمونږ توليدات ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان ته هم صادريږي.

Bildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  

 

هلالي وايې چې: د ممتاز د فابريکې توليدات د کيفيت له پلوه د سيمې هيوادونو په کچه دي.

يو تن کاريګر د فابريکې په جوړيدو فخر کوي او وايې چې: د داسې فابريکو جوړيدل بې کارو او بې روزګارو ځوانانو لپاره د کار ښې زمينې برابروي.

د ممتاز د فابريکې يو بل تن کاريګر د سنک د توليد په څانګه کې چې د يو توليدي ماشين  مسووليت ورپه غاړه ده خپل د کار په اړوند داسې وايې:

زما نوم قيام الدين دى زه د ممتاز د فابريکې سر کارګر يم. مونږ د پخولو يوه دستګاه لرو. زمونږ پاخه او اومه مواد په ډير ښه کيفيت توليديږي. په روغتيايي لحاظ زمونږ توليدي توکي د ډاډ وړ دي، ځکه دغه ماشين چې تاسې ګورۍ دا ډير پرمختللى دى. کله چې اومه مواد ماشين ته ورغورځوو او د پخولو تر پايه دغه ټول بهير په همدغه ماشين کې تر سره کيږي، پرته لدې نه چې اومه يا پاخه مواد په ځمکه توې شي يا کومه بله ستونزه پيدا شي. مونږ په فابريکه کې له خپل کاره څخه ، د مسوولينو له چلنده څخه او له خپل معاش څخه راضي يو.

د ممتاز د توليدي فابريکې د ريس په وينا سره لدې چې دوى له ځينې امنيتي ستونزو او همدارنګه د دولت د نه پاملرنې له ستونزې سره مخامخ دي، خو بيا هم د دوى د توليداتو لپاره د ننه په افغانستان کې او له هيواد څخه بهر د خرڅلاو ډير ښه مارکيټونه شته. او د دغو ستونزو په له منځه تلو سره به هم د دوى د فابريکې توليدي کچه او وړتيا لوړه شي او هم به په سيمه کې د خرڅلاو ښه مارکيټونه پيدا کړي.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

GLOBAL 3000 - Das Globalisierungsmagazin