ځانگړي مطالب | 06.10.2008
آلمان د سروبي اوماهيپر برښنا بندونه بيا ورغول
د سروبي او ماهيپر د برښنا بندونه، چې کابل ښار ته د برښنا د انرژۍ د رسولو دوه مهم بندونه دي، د آلمان هيواد په مالي مرسته بيارغول شوي دي.
د برښنا نوموړي بندونه چې د اوږدې مودې استهلاک او له جوړيدو راهيسې د اساسي نه ترميم له امله څه نا څه له کاره لويدلي وو، د توليد ظرفيتونه يې راټيټ شوي وو. او نشو کولاى په ډاډ منه توګه برښنا توليد کړي. له اساسي ترميم او بيا رغونې وروسته اوس کولاى شي په ډاډمنه توګه 45 ميګاواټه برښنا توليد کړي. د سروبي او ماهيپر د برښنا بندونو په بيا رغونه 25,5 مليونه يورو لګيدلي چې د آلمان دولت د که ، اف ، دبليو بانک (KFW) لخوا يې د مرستې چارې پرمخ تللي.
په کابل کې د آلمان د پرمختيايي بانک ( که ، اف ، دبليو ) د پروژو هم غږي کوونکى ښاغلى ډاکتر حارث ابوي د برښنا د نوموړو بندونو د بيارغونې په هکله داسې وايې:
« د سروبي اوماهيپر د برښنا د بندونو بيا رغونه يوه حياتي پروژه ده، چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره کابل ښار ته د دغو دوه و بندونو د برښنا د انرژۍ رسيدنه پرته له کومې ستونزې تامين شويده. د سروبي د برښنا د بند دواړه توربينونه بيا رغول شويدي او په پرمختللي او کمپيوتري سيستم سمبال شويدي چې اوس له تخنيکي پلوه په افغانستان کې داسې سيستم نشته هان د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې هم په داسې پرمختللي سيستم سمبال د برښنا بندونه شتون نه لري. »
دى زياتوي: «څه ناڅه څلويښت کاله د دغو بندونو له جوړيدو څخه تير شوي وو، له يوې خوا د استهلاک هغه موده چې له 25 کلونو څخه تر ديرشو کلونو پورې په نظر کې نيول شويده، دا موده تيره شوې وه، له بلې خوا ټول توربينونه او ماشينونه زاړه شوي وو او له کاره لويدلي وو. د سروبي د برښنا د بند توربينونه او ماشينونه په بشړه توګه تر بيا جوړونې لاندې ونيول شول او د ماهيپر بند بيا ورغول شو.
د کابل د برښنا رييس ښاغلى محمد سرور صديقي د سروبي او ماهيپر د برښنا د بندنو د بيارغونې په اړوند وايې چې:
«د سروبي د برښنا د بند يو توربين د جوړيدو کار تير کال د آلمان له يوې کمپنۍ سره قرارداد شو او يو توربين سږکال د هم هغې کمپنۍ لخوا ورغول شو ، د دواړو توربينونو د توليد ظرفيت له اتلسو ميګاواټو څخه پنځه ويشتو ميګاواټو ته لوړ شو. د دغو دواړو توربينونو په بيارغونې سره ويلاى شم چې د دغو توربينونو عمر زيات شو او تر راتلونکو څلويښتو کلونو پورې د توليد تضمين يې کيدلاى شي.»
د کابل د برښنا رييس د ماهيپر د برښنا د بند په هکله وايې چې د دغه توربين په جوړيدو سره اوس د ماهيپر د برښنا بند کولاى شي بې له کومې ستونزې 20 ميګاواټه برښنا د کابل ښار ته وليږدوي.
سره له دې چې اوس هم د کابل ښاريان د برښنا له کمښت سره مخامخ دي خو د سروبي او ماهيپر د بندونو د بيارغونې بنسټيزه پروژه وکولاى شو د برښنا د کمښت د کچې په راټيټولو کې د پام وړ ونډه تر سره کړي.

















