خبرونه | 05.01.2009 | 09:00 UTC
د اسراييلو ځمکنيو سرتيرو د غزي ښار کلابند کړی دی
په خپلي ځمکنی حمله کي اسراييلي سرتيرو د غزي ښار محاصره کړي دی. د اسراييلو پوځ چی د جنګي الوتکو او توپچي قواوو له خوايي ملاتړ کيده، شا او خوا سيمي يي نيولي دي. د عيني شاهدانو د رپوټونو له مخي اسراييلي عسکرو په دي مينځ کي د غزي د ساحلي برخي عمومي لويه لاره تر خپل کنترول لاندي راوستي ده. د فلسطيني سرچينو د معلوماتو له مخي د اسلامي ريدکالي ډلي حماس پر ضد د اسراييلو د پيلو شوو عملياتو څخه را په دي خوا تر اوسه پوري څه د پاسه 500 خلک وژل شوي دي. د هغو له جملي څڅه 60 يي يواځي د شنبي په ورځ د ځمکني حملي له پيل سره ووژل شول.د اسراييلو پوځ د يوه اسراييلي عسکر د وژل کيدو خبر تصديق کړ. د سره صليب نړيواله کميته او د بشري حقوقو سازمان، نړيواله عفوه په غزه کي د بشري وضعيت په هکله يي خپلي انديښني څرګنده کړي دي.هغوي وويل: بنسټيز خوراکي توکي، لکه وچه ډودي او وريژي ډير لږ ميندل کيږي. په روغتونو کي د درملو او طبي وسايلو کمبود رامينځ ته شوي دي.










